ټولنه

دکابل دوارداتي بريښنا په لنډ مهال ډول تامين شوه .

کابل باختر د وري شپږمه :
دکابل وارداتي بريښنا بيا تامين شوه .
وسله والو طالبانو دبمونو په کارولو سره دبغلان ولايت په کيله ګي ساحه کې پايتخت ته  دتاجکستان  او ازبکستان  دهېوادونو  دوارداتي بريښنا يوه ستن ويجاړه کړه .
  ددغې ستنې په ويجاړيدو سره له تيرې شپې راپديخوا پايتخت يواځې له پرچاويو څخه جوخت  دکورنيو منابعو له انرژى څخه  استفاده کړې ده .
په بغلان کې  دبريښنا شرکت مسوول سلطان احمد عزيزي  باختراژانس ته وويل  چې ددوى تخنيکي کارکوونکو سره له دې چې دبريښنا ستن لاتراوسه پورې  ويجاړه او زيانمنه شوې ده  دکابل بريښنا يې  بيا تامين کړه .
ده وويل  ددغې ستنې بشپړ ترميم  کابو يوه اوونۍ وخت غواړي .
په همدې حال کې دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند ذبيح الله شجاع وايي  چې امنيتي ځواکونو ددغې ستنې دترميمولو لپاره  دبريښنا شرکت  دکارکوونکو امنيت تامين کړى دى .
دوسله والو طالبانو ډلې په بغلان کې  دبريښنا  دستنې ويجاړول چې دکابل ښاريانو  دبريښنا دبهير  دبنديدو سبب شوې دى ،  منلې دى .
طالبانو مخکې له دې هم په بغلان کې  دوارداتي بريښنا دستنو په ويجاړولو سره  دهېواد دپايتخت او دنورو سيمو اوسيدونکي  دانرژى دکمښت  له ستونزې سره  مخامخ کړي و .
کابل  دخپلو هېوادوالو دبريښنا دتامينولو لپاره  پنځه سوه پنځوس  ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري چې  څه دپاسه  څلور سوه پنځوس ميکاواټه يې له وارداتي انرژى څخه تامينيږي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته