امنیت

دکندز په لويه لاره کې دپوځي عملياتو پيل .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکندز دلويې لارې  د پاکولو په مقصد پوځي عمليات نن پيل شول .
  دکندز دپوليسو مقامات وايي ددغه ولايت دلويې لارې دپاکولو په موخه پوځي عمليات پيل شوي دي او دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې لويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې به دوام وکړي
دکندز ولايت  امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ  باختراژانس ته خبر ورکړ دکندز خان اباد په لويه لاره کې ګډ پوځي  عمليات پيل شوي او تراوسه پورې  شپږ کلي په بشپړ ډول دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
   ده زياته کړه دغه عمليات دوسله والو طالبانو دځپلو او دکندز -تالفانو دلويې لارې ته څيرمه  دپرتو کليو دپاکولو په موخه پيل شوي او تراوسه پورې افغان پوځيانو اوملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه عمليات له هغه وروسته  پيليږي چې طالبان له دې لارې څخه دوه سوه مسافرين تښتولې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته