سیاست

امنيتي مسوولينو بيا د استازو مجلس د باور رايه ترلاسه کړه

کابل باختر دوري اوومه :
د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت لوى رييس بيا هم د استازو د مجلس د باور رايه ترلاسه کړه .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په هېوادکې د څو ډار اچوونکو پيښو په تېره بيا په کابل کې له وروستيو پيښو وروسته د استازو مجلس د ملي دفاع او د کورنيو چارو د وزيرانو او د ملي امنيت د لوى رييس په استيضاح لاس پورې کړ. خو د دوى ځوابونو د مجلس د غړو قناعت ترلاسه کړ او بيا يې د استازو له مجلس څخه رايې واخستې.
په دې غونډه کې چې د مجلس ٢٣٤تنه غړي حاضر وو؛ د ملي دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي د يوسلو شپږو تاييدي، اته اتيا ردو، شپږو باطلو او د پنځو سپينو رايو په ترلاسه کولو، د ملي امنيت لوى رييس محمد معصوم ستانکزي د ١٢٩ تاييدي، شپږ شپيته ردو، اتو سپينو او دوو باطلو رايو په ترلاسه کولو او دغه راز  د کورنيو چارو وزير تاج محمدجاهد د يوسلو شلو تاييدي، ٧٥ ردو، څلورو سپينو او دوو باطلو رايو په ترلاسه کولو سره وکولى شول په دغو پستونوکې بيا د ملت د استازو باور ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته