امنیت

دکورنيو چارو وزير : د لوګر د والي د ترور سازمان ورکوونکي ډير ژرنيول کيږي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دکورنيو چارو وزير دپل علم ښارته دخپل سفر په بهيرکې وويل چې دلوګر د والي ارسلا جمال د ترور عاملين ډير ژر نيول کيږي.
محمد عمر داوود زي چې دلوګر دوالي ارسلاجمال دفاتحې داخيستلو په مراسمو کې له ګډون وروسته له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل چې امنيتي ځواکونه ددغې خونړۍ تروريستي پيښې د سازمان ورکوونکو د پيژندلو او نيولو ته نږدې شوي دي .
دلوګر والي ارسلاجمال دنيکمرغه لوى اخترپه لومړۍ ورځ دپل علم ښار په جامع جومات کې د وينا په بهيرکې دچاودنې له امله ترور شو.
دافغانستان دملي امنيت د ادارې څيړنې ښيي چې طالبانو د دغه سيمه ييز مقام د ترورلپاره بم د قرآن اعظيم الشان د سپارو په منځ کې ځاى پرځاى کړى و.
دکورنيو چارو وزير دلوګر ولايت له سيمه ييزو مسوولينو او خلکو څخه وغوښتل چې د ارسلاجمال دترور دپيښې د څيړنې له ټيم سره همکاري وکړي.
داوود زي دغه راز دلوګر ولايت د امنيه قوماندان او د دغې قوماندانۍ د امنيت د آمر دګوښه کولو په اړوند دمقاماتو دپريکړې دفاع وکړه او ويې ويل چې دغه کار دلوګر د والي دتروردپيښې د بيطرفانه څيړنې په خاطر شوى دى .
په دې سفرکې دپارلمان يو شمېر غړي هم دکورنيو چارو له وزير سره ملګري وو.
دوى دلوګر له خلکوڅخه وغوښتل چې د امنيت په تامينولو کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او پرې نږدې چې تروريستان د دوى آرامۍ ګډوډه کړي .
دغه راز د لوګر د والي مرستيال محمد هاشم فيضي او ددغه ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالولي وکيل دخلکو د امنيت دتامنيولو په لاره کې له امنيتي او د دفاعي پلوه په خپلوپښو د افغان امنيتي ځواکونو د دريدوپه خاطر د مقاماتو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دلوګر د ولايتي شورا رييس له دولت څخه وغوښتل چې ډير ژر د ارسلاجمال دترورعاملين وپيژني، ونيسي او سزا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته