کابل / د غویي ۴مه / باختر
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکو د باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په مرکه کې وویل چې د نظام او جګړې لپاره تر ټولو ډېرې قربانۍ دوی ورکړې دي، خو د مرستو او کارونو په برخه کې ورسره هېڅ یوې ادارې لاس ور نکړ.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د مخکیني جمهوررییس حامد کرزي د حکومت پر مهال ډېر سړکونه یې پاخه شول، خو په هماغه کال کې د موسمي اوبو د ډېروالي له امله د سړکونو پلونه او غاړې ونړېدې چې تراوسه یې بیا د رغولو لپاره کومې ادارې تابیا نه ده کړې.
دوی وایي: له یادې ولسوالۍ څخه له پچیراګام ولسوالۍ سره د نښلیدونکي سړک کارونه هم له کلونو راپدېخوا په ټپه ولاړ دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د فواید عامې ریاست چارواکي وایي چې د یادې ولسوالۍ د ویجاړو شویو پلونو او د سړک د خوندیتوب موضوع د ولایت له مقام او فواید عامې وزارت سره یې شریکه کړې ده.
د دغه ریاست سرپرست انجنیر محمد صابر له باختر آژانس سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د یادې ولسوالۍ د راوګي او شمي چم پلونو او غځېدلي سړک شته ستونزې به تر وزارت پورې تعقیب کړي.
هسکه مېنه په ننګرهار کې د هغو ولسوالیو له جملې څخه ده چې په تېرو اتو کلونو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو له لوري او پر وسله والو مخالفینو د حکومت د عملیاتو پر مهال یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونو اوښتي دي.
ختم
13 1 دقیقه لوستل