امنیت

د ملي اردو په سلګونو سر تېرو د فراغت سندونه تر لاسه کړل

هرات / دکب / ۲۶/ باختر
د ملي اردو په سلګونو سرتېرو پرون د ۲۰۷ ظفر قول اردو له روزنیز مرکز څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغو سرتېرو دولس اوونۍ د دغې قول اردو د روزنیز مرکزپه قوماندانۍ کې پوځي تعلیمات زده کړل.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال ډګروال محمد همایون پیمان د دغو سرتېر و د فراغت په مراسمو کې سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې له خپلو تجربو څخه د هېواد د دښمنانو په وړاندې د ښونې او روزنې په ډګر کې په میړانې مقابله وکړي .
فارغانو د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات د تامینولو لپاره د دښمنانو په مقابل کې د خپلې صادقانه مبارزو ډاډ ورکړ.
ټاکل شوې ده دغه سر تېري د لویدیځ زون په ولایتونو کې د خلکو د ځان او مال د امنیت د ساتنې لپاره وګومارل شي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته