سیاست

د آغاخان سفير د باميانو له والي سره په کتنه کې : په باميانو کې د آغاخان بنسټ فعاليتونه پراخېږي

کابل/ د ليندۍ١٥مه / باختر:
په افغانستان کې د کريم آغا خان سفير اکبرعلي د باميانو له والي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې د اغا خان بنسټ پروګرامونه پراخېږي.
د باميانو والي مطبوعاتي دفتر د معلوماتوله مخې: په دې کتنه کې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په دغه ولايت کې د اغاخان د پرمختيايي شبکې فعاليتونه وستايل او د دې بنسټ له مسوول څخه يې وغوښتل چې د روغتيا، ښوونې او روزنې ، کرنې او پور ورکولو په برخو کې دې خپلو پروګرامونو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې سرحدي د بېوزلۍ د کمښت ، د پوهنې او د لوړو زده کړو او د بنسټونو د ودې او پراختيا په برخو کې د اغا خان د پرمختيايي بنسټ د مرستو غوښتنه وکړه.
د کريم آغا سفير اکبرعلي وويل چې په باميانو کې د روغتيايي خدمتونو،د استوګنې
د کورونو په روزنې او د بانک د پورونو په برخو کې د اغاخان بنسټ همکاري دوام کوي اوپه راتلوونکي کې پراخېږي.
ټاکل شوې ده د کريم اغا خان سفير په باميانو کې د اغا خان بنسټ فعاليتونه وګوري اوپه دغه ولايت کې د اسماعيليانو له استازو سره وګوري.
\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا