نړۍ

اردن ته دمصر د ګازو دليږدونې نل ليکه وچاوديده

بيروت دالنهارورځپاڼه باختر دکب دمياشتې ٧ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو تيره شپه  اردن ته  د  مصر د  ګازو دليږدونې نل ليکه دمصر دسينا په سيمه کې وچوله.
باخترآژانس ته  دلبناني النهار ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
د روان ميلادي کال له پيل څخه دا  څلورم ځل   دى تر  اوسه پورې   اردن   ته  دمصر دګازو دنل ليکه چول کيږي .
ددغه خبر له مخې :  هغه سيمه  چې  چاودنه پکې شوې ده  دالعريش ښار په جنوب   دسينا په شمال کې ده .
ويل شوي دي  چې   وسله وال کسان له   چاودنې   وروسته له دغې سيمې څخه
وتلي دي .
د مصر امنيتي ځواکونو او روغتيايي  منابعو تراوسه پورې  درسيدلو احتمالي تاوانونو او د سر د زيانونو دشمير په   باب خبرنه  دى  ور کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته