کابل باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :
دهېواد په بېلابېلوسيموکې ۸۳ تنه دار اچوونکي د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيرو٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ۸۳ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپيان شول.
دغه عمليات د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، ميدان وردګو، قندهار، روزګان، فراه، غور، فارياب، هلمند او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
په دغوعملياتوکې د دښمن يو موټر، درې موټرسايکلونه، سل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه يووړل شول او ١٢ ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول.
پاى ذکرالله
6 1 دقیقه لوستل