سیاست

د جمهوري رياست دانتخاباتو دقسمي نتيجو دريمه برخه نن اعلام شوه .

کابل باختر د ثور  څلورمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن په يوه  خبري غونډه  کې  دجمهوري رياست دانتخاباتو دقسمي نتيجو دريمه برخه اعلا م کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې  په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس وويل   دانتخاباتو دقسمي نتيجو  دريمه برخه دهيواد له څلور ديرشو ولايتونو څخه په سلوکې  ددوه اتيا اعشاريه  نهو پنځوسو رايو له مخې په دې ډول اعلاميږي .
ډاکتر عبدالله عبدالله  ددوو مليونو پنځه سوه څلور شپيتو زرو او ددوه سوه څلور اتيا رايو او په سلو کې  ددرې څلويښت اعشاريه اتو رايو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام ، ډاکتر اشرف غني  احمدزي  ديو مليونو نهه سوه اته ويشتو زرو او ديوسلو درې پنځوسو رايو او په سلوکې  ددوه ديرش اعشاريه نهو رايو په ترلاسه کولو سره  دويم مقام . ډاکتر زلمي رسول دشپږ سوه دوه پنځوسو زرو يوسلو شپاړلسو رايو اوپه سلوکې ديوولس اعشاريه يوې رايې په ترلاسه کولو سره دريم مقام ، پروفيسر عبدرب  الرسول  سياف دڅلور سوه نهه نوي زرو اته سوه نهه اويا رايو او په سلو کې داوو رايو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام ،  انجنير قطب الدين هلال  ديوسلو پنځه شپتيو زرو پنځه سوه  اووه شپيتو  رايو او په سلو کې  ددوه اعشاريه اتو رايو په ترلاسه  کولو سره  پنځم مقام ، محمد شفيق ګل اغا شيرزي  دشپږ نوي  زرو څلورسوه اووه رايو اوپه سلوکې ديو اعشاريه شپږو رايو په ترلاسه کولوسره شپږم  مقام محمد داود سلطانزوي داووه ويشتو زرو  درې سوه دولسو رايو او په سلوکې دصفر اعشاريه پنځو رايو په ترلاسه  کولوسره اووم مقام او هدايت امين ارسلا  دديارلسو زرو اووه سوه  څليرويشتو رايو او په سلوکې  دصفر اعشاريه  دوو رايو په ترلاسه کولوسره اتم مقام وګاټه .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس زياته کړه هغه ټولې رايې چې شميرلې شوي دي پنځه مليونه اته سوه اووه پنځوسو زره څلور سوه دوه څلويښت رايې دي
نورستاني زياته کړه چې دجمهوري رياست دانتخاباتو لومړني نتيجې  دروان کال دثور دمياشتې په شپږمه نيټه دشنبې  په ورځ  اعلاميږي .
  دغه راز دروان کال دانتخاباتو  وروستۍ نتيجې به دهمدې مياشتې په څليرويشمه نيټه اعلام شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته