امنیت

په کلنګ او مارتول سره غلا

کابل باختر دوږي اوولسمه :
په دايکندي  ولايت کې دمالي او اداري دفتر سيف  دکلنګ او مارتول په واسطه مات کړى شو او پيسې يې لوټې شوې .
  دنيلي ښاروال نور محمد صداقت دباختراژانس خبريال ته وايي دوه تنه وسله وال کسان دمالي او اداري دفتر ودانۍ ته نوتل او ساتونکي يې  وتاړه او ددفتر سيف يې له ودانۍ څخه بهر کړ او په کلنګ اومارتول سره يې مات کړ او دښاروالۍ دکارکوونکو ٨٠ سوه   زره افغانۍ معاش يې لوټ کړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل قضيه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته