کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د مارشال محمدقسيم فهيم د غمجنې مړينې له امله دپښتونخوا دملي عوامي ګوندپيغام :
دافغانستان دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ناڅاپي مړينې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ رهبرۍ او منسوبين ډير خواشيني کړل .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دپښتونخوا دملي عوامي ګوند په پيغام کې ويل شوي دي :.
دمارشال محمد قسيم فهيم په غمجنه مړينه ، افغانستان خپل يو زړه ور ، وفادار او خواخوږى بچى له لاسه ور کړ .
مارشال فهيم ته دافغانستان ملي ګټې ترهرڅه ډيرې مهمې وې ، هغه د خپل هيواد ديوه زړه سواند خدمتګار په توګه ملي مصالح ډير لوړ بلل او دافغانستان خلکو ترمنځ د ټينګ ملي يووالي سرسخت پلوى و.
مارشال محمد قسيم فهيم دپښتونخوا ګوندي مشرانو او خلکو ته ډير درناوي درلود .
موږ د ډه مړينه دافغانستان لپاره يوه ستره ضايعه بولو هيله لرو چې د ده تشه ډير ژر ډکه شي .
دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډاډګيرنې او خوا خوږۍ مراتب دافغانستان جمهور رييس ، دافغانستان خلکو د مارشال فهيم محترمې کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او دسنګر ملګرو ته وړاندې کوي . څښتن تعالي دې ښه ورسره وکړي ، ځاى دې يې جنت وي .
1 1 دقیقه لوستل