ټولنه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه
دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت دپیاوړتیاپه موخه دهمغږی ګډه ناسته ترسره شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
دغه ناسته نن له غرمی مخکی د۲۰۱ سیلاب قول اردوپه قرارګاه کی د ۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان  ډګر جنرال محمد زمان وزیري په مشرۍ جوړه شوی وه چی پکی د ننګرهار اولغمان دولایتونوواليانو ، دکابل ولایت مرستیال ، دننګرهاراولغمان ولایتونود امنیتی سکتورقوماندانانو،مسؤلینو اودایتلاف قواو یو شمیر همکارانوګډون کړی وو.
د ننګرهار اولغمان دولایتونو والیانو اودکابل ولایت مرستیال په خپل وارسره ددفاعی اوامنیتی ځواکونوڅخه دمننی ترڅنګ دیادی لاری په اهمیت او دامنیت خوندیتوب په اړه خبری وکړی اوخپل نظریات او وړاندیزونه وړاندی کړل.
ورپسی دامنیتی سکتورقوماندانانوپه خپل وارسره د امنیت په برخه کی شویو اجراتوپه اړه خپل کاری راپورونه دناستی ګډونوالوته ورکړل.
په پای کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري په خپلوخبروکی دیادی لویی لاری دامنیت تامین په اړه په تفصیل سره خبری وکړي او ددی لاری دامنیت پیاوړتیاپه برخه کی یی دننګرهاراولغمان د ولایتونووالیانو اودکابل ولایت مرستیال ته ډاډ ورکړ چی د نوموړی لاری دامنیت ساتلوپه برخه کی به خپلی هڅی ګړندی کړي ترڅو یاده لاره دتل لپاره دترافیکوپرمخ پرانستې وساتي اومسافرین وکولی شی چی شپه او ورځ په ډاډمن امنیت کی تګ راتګ وکړي.
همدارازیی دامنیتی سکتورقوماندانانواومسؤلینوته په یاده برخه کی لازمی اوجدي سپارښتنی وکړی.پاى- فضل واحد
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته