نړۍ

ميړونه دې د اړتيا په صورت کې خپلې ميرمنې ووهي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د پاکستان د اسلامي ايډيالوژۍ شورا د دغه هېواد ايالتي مجلسونو ته يو لړ پيشنهادونه وړاندې کړي چې له مخې يې ميړونه په قانوني ډول حق ولري د اړتيا په صورت کې خپلې ميرمنې ووهي.
باختر آژانس د بهرنيو سرچينو له خولې خبر راکړ :
دغه شورا د پاکستان حکومت او استازو مجلس ته د ديني مسئلو په باب سلامشوره ورکوي. يو له دغو وړانديزونو څخه د پوښښ د څرنګوالي د نه تاييدولو، له پرديو سره د اړيکو د  او له مذهبي توجيه پرته د جنسي اړيکو د نيولو لپاره د نه تمکين په صورت کې په ملايم ډول د ميرمنې د وهلو لپاره ميړونو ته د اجازې ورکول دي.
د پاکستان د اسلامي ايډيولوژى شورا دغه راز په دې هڅه کې ده د مختلفو ښوونځو مکاتبو مخه ونيسي او دغه راز د دې خنډ شي چې ښځې او نارينه په روغتونونو او ادارو کې ګډ کار وکړي.
دغه شورا وايي: ښځې بايد له هغو ټولو حقوقو څخه چې له اسلامي شريعت سره سم د هغوى ته ورکول شوى دى؛ ګټه واخلي.
دغې شورا ويلى دي: هغوى بايد له نامحرموکسانو سره اړيکې ونيسي او موسيقي او مجسمې جوړول بايد بند شي.
ټاکل شوې ده، د دغې شورا وړانديزونه د پاکستان ايالتي مجلس ته وليږل شي.
په دغو وړانديزونوکې دمالکيت، واده، مورتوب د ښځو پرخلاف د جرم او جنايت او تاوتريخوالى په شان مسئلې او نورې مسئلې طرحه شوې دي .
د بشر د حقوقو او ښځو د حقوقو يو شمېر فعالان دغه وړانديزونه د پاکستان د اساسي قانون پرخلاف بللې او غندلې يې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته