روغتیا

په پروان کې د يوه روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل / باختر/ د تلې دمياشتې ١ نيټه :
د پروان ولايت مرکز چاريکارو ښار ته څېرمه د توپ درې د کلي روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسموکې د پروان ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالخليل مصدق وويل چې دغه ودانۍ د هندوستان په مرسته د يو جريب ځمکې په ساحه کې د شپږ ميليونو ٤٦ زرو افغانيو په لګښت د دغه ولايت  د توپ درې په کلي کې په اتو مياشتوکې جوړيږي .
ده وويل: د دغه روغتيايي مرکز په جوړولو سره د دغه کلي اوسيدونکي له روغتيايي خدمتونو څخه برخمن کيږي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته