امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين دملي اردودخاصو ځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .

کابل باختر  د وري  شلمه .
لس تنه وسله وال  مخالفين دملي اردودخاصو ځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو دکوماندو افرادو دقندهار ولايت پنجوايي او دهلمند ولايت دنهر سراج په ولسواليو کې  او دبغلان ولايت دجرخشک  په سيمه کې داوپراتيفي عملياتو په ترسره کولو سره لس تنه وسله وال مخالفين ونيول .
  ويل کيږي ددغو امنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې ددښمن دوه کلاشينکوفونه ، څولاسي بمونه د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه  مهمات ، يوموټرسايکل اولس کيلوګرامه اپين هم ترلاسه شوي دي .
  دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر زياته کړه چې دملي اردو ځواکونو درې تنه وسله  وال  طالبان له يوې اندازې جنګي وسايلو، يو سلو شپيته کيلوګرامه بنګدانو ، دوو جوړو پوځي جامو له يو موټرسايکل سره په ميدان ښار کې ونيول .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو منسوبينو دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو او دهرات ښار دشهيدانو په ساحه کې دچاڼيزو عملياتو دترسره کولو په بهير کې  درې تنه وسله وال مخالفين له دوو تومانچو ، يوسراچه ډول موټر او يوې اندازې دولتي ضد تبليغاتي سندونو سره ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته