امنیت

١٦ طالبان په ميدان وردګو ووژل شول .

-کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دميدان وردګو په ځينوسيمو کې  دطالبانو په سنګرونو هوايي بريدونه وشول
په دغو بريدونوکې دطالبانو ددرېو جګپوړو قوماندانانو په ګډون شپاړلس  وسله وال طالبان ووژل شول .
ملا حبيب الله ، ملا نبي او ملا حقمل له خپلو افرادوسره  ديولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې  دهغوى په سنګرونو کې بريدونه وشول او ووژل شول .
دميدان وردګو دوالي وياند محب الله شريف زي  باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې  دوسله والو طالبانو دډلې ددرېو  سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون شپاړلس وسله وال طالبان ووژل شول.
  هغه وويل  چې طالبان ديولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولوبوخت و  چې بريدونه پرې وشول .
ويل کېږي چې په دغو بريدونوکې  ملکيانو ته  زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته