ټولنه

د ډاډګيرنې پیغام

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٣١مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې ستر سیاسي او قومي مشر، د افغانانو واقعي خواخوږی، مبارز او لیکوال شخصیت عبدالرحیم مندوخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد عبدالرحیم مندوخېل دخواخوږي او خدمتګار سیاستوال په توګه ټول عمر د قام په خدمت بوخت و. د هغوی د بیدارۍ، حقونو او یووالي  لپاره یې په ټول  صداقت د ژوند تر پایه خپله دغه برحقه مبارزه جاري وساتله.
ښاغلی مندوخېل چې د فخر افغان باچاخان او د خان شهید له نږدې او مبارزو ملګرو څخه وو، نو د ځيرک او دقیق لیکوال او سیاستوال په صفت یې د عملي او قلمي مبارزې په لاره کې ډېرې سختې او ستړې وګاللې او دا زموږ  ګډ مسئولیت دی، چې په اوسنیو نازکو او تاریخي شیبو کې د پاچاخان، خان شهید، عبدالرحیم مندوخېل او نورو ملي مشرانو دسولې او ورورولۍ د پاکو ارمانونو دپوره کولو لپاره هلې ځلې وکړو.
مرحوم عبدالرحیم مندوخېل د افغانانو هغه رښتینی خواخوږی وو، چې د دوی په هر غم او ښادۍ کې یې ځان شریک احساساوه ، خو په تاسف سره چې موږ خپل دغه ښه دوست او خواخوږی له لاسه ورکړ.
د ده مړینه لویه ضایعه ده. د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د عوامي نشنل پارټي مشرتابه او د پښتونخوا ولسونوته د ده د وفات په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.آمین یا رب العالمین

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته