اقتصاد

د نړۍ د خوړو پروګرام به د يو مليون افغانيو مرستې بندې کړي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د بودجې کمښت د نړۍ د خوړو د پروګرام سازمان له افغانستان سره د يو مليون افغانيو مرستې بندولو ته اړ کړى دى .
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
د نړۍ د خوړو د پروګرام د سازمان يوه مامور وويل: څرنګه چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جنګي ماموريت پاى ته رسيږي؛ ښايي پولي مرستې هم بندې شي.
د ملګرو ملتو د سازمان د خوراکي مرستو اداره چې مالي مرستې له خپلو غړو هيوادونو څخه ترلاسه کوي؛ په افغانستان کې په خپلو پروګرامونوکې نږدې ٣٠ مليونه ډالره کمښت رامنځته کړى دى .
په افغانستان کې د دغې ادارې رييس کلود جيبيدار په يوه مرکه کې وويل چې موږ به د هغو خلکو د خوړو جيره چې مرسته مو کوله؛ بنده کړو.
ده وويل: د مرستو دغه بنديز به په يو ورځ کې له دوه زره سلو تنو څخه ترڅه د پاسه يو مليون تنو پورې چې زياتره يې کورني بې ځايه شوي کسان دي او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو دنښتو له ويرې تښتيدلي دي؛ تر اغيزې لاندې ونيسي.
يوه سپين سرې ميرمن چې د خپلې کورنۍ له اتو تنو غړو سره د کابل د ختيځ په يوه خټين کورکې شپې سبا کوي؛ وويل: که چيرې په موږ مرستې بندې شي؛ د لوږي له امله به ومرو.
دغه ميرمن بي بي فاطمه نوميږي او د سختو جګړو له امله له جنوبي ولايت هلمند څخه مهاجره شوې ده او وايي: که چيرې مرستې ترلاسه نه کړو؛  بل عايدهم نه لرو؛ په واټونوکې به سوالګرۍ ته مجبوره شو.
دغې ميرمنې وويل: کورنۍ يې په تيرو ژموکې د ملګرو ملتو د سازمان له ادارې څخه خوراکي توکي ترلاسه کول؛ د روان کال په ژمي کې هم د دغې ادارې مرستو ته سترګې په لاره وو. ځکه د تودولو لپاره لرګي او د خوړلو لپاره خواړه نه لرو. که چيرې زموږ ماشومان ناروغ شي؛ موږ د هغوى د درملنې لپاره پيسې نه لرو. افغانستان له ٢٠٠١ ميلادي کال راپه دې خوا چې د طالبانو رژيم ړنګ شو؛ په لسګونو مليارده ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.
دغه هيواد د نړۍ يو له ډيرو سترو هيوادونو څخه دى چې مرستې ته اړتيا لري او د نړۍ د خوړو پروګرام سازمان د درې اعشاريه اوو مليونو افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي او يا په ښه توګه ووايو چې زموږ د هيواد په سلوکې لس وګړي ددغه سازمان په مرستو ډډه لګوي.
په داسې حال کې چې بهرني جنګي پوځيان د روان ميلادي کال په وروستيو وختوکې له دغه هيواد څخه وځي؛ زياتره بشردوستانه ډلې ويره لري چې په دې برخه کې به مرستې له منځه لاړې شي او يا به د ايبولا له ويروس سره د مبارزې په ګډون له بحران سره مخامخې شي او مرستې  به د عراق او سوريې د جګړې ګډوالو ته ورکړې شي.
په اوس وخت کې د مرستندويانو ترمنځ د ستړتيا نښې نښانې ليدل کيږي او په روان کال کې د ملګروملتو د سازمان د بيا کتنې غوښتنه ٤٠٠ مليونه ډالره ده چې تراوسه پورې ١٥٨ مليونه ډالره ده ډالره کمښت لري. آن که چيرې د ملګرملتو سازمان په خپل غوښتن ليک کې نوى نظر وکړي؛ هغه به په روان کال کې په سلو کې څوارلس کم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته