امنیت

په ننګرهار کې دجنايي پيښو په تور داتلسو تنو نيول کيدل .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دجنايي پيښو په اړوند اتلس تنه ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دپوځيانو د ځانګړو  عملياتواو پلټنو  په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ،  انسان تښتونې او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى .   ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته