خبرونهامنیت

درې تنه په هرات کې د غلا په تور نیول شوي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د هرات امنیتي ځواکونو نن درې تنه د یو کور د مالونو د غلا په تور نیولي.
د هرات یو امنیتی مسوول باخترآژانس ته وویل چې د هرات د امنیې قوماندانۍ د ۶ حوزې ځوواکونو درې تنه چې د یوکور مالونه یې غلاکړي و، ونیول.
هغه وویل چې غلا کړای شوي مالونه د هغه خاوند ته وسپارل شول او غله ترڅارنې لاندې دي.
د یوبل خبرله مخې، د هرات امنیتي ځواکونو پرون ۲ تنه د غلا په تور ونیول.
د هرات یو امنیتي مسوول وویل چې امنیتي ځواکونو دغه کسان چې د هرات ښار په ۱۰ناحیه کې یې د موبایلونو د پلورنې له یو دوکان څخه غلاکړې وه په کشفي عملیاتو کې ونیول.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته