امنیت

په غور کې دپوځيانو ملاتړ وشو .

کابل باختر دوږي شپږمه :
په غور کې ښځو پرون له پوځيانو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دغور ولايت ښځو ديوې غونډې په ترڅ کې له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې  دملکي وګړو په تيره بيا دماشومانو اوښځو له وژنې څخه لاس واخلي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغور دولايتي شورا دغړو په ګډون په لسګونو تنو ښځو پرون  دفيروز کوه روغتون په چوک کې دلاريون په کولو سره  له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ او په سرپل او دهېواد په نورو سيمو کې دوروستيو پيښو دقربانيانو په نسبت خپله غمشيرکي  څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته