امنیت

په ننګرهارکې د واده په مراسموکې د ځانمرګي بريد د سر زيان زيات شوى دى

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په ننګرهارکې د واده په مراسموکې د ځانمرګي بريد د تلفاتو شمېر ١١ تنو ته زيات شو.
يوه تنکي ځوان چې چاوديدونکي توکي يې پر خپل بدن تړلي وو، پرون د پچيرآګام ولسوالۍ د يوه قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسموکې وچول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د پېښې د دوو ټپيانو په مړ کېدو سره د دې پيښې د سر زيان شمېر يوولسو تنو ته لوړ شو.
قومي مشر ملک تور هم په وژل شويوکې شامل دى.
په همدې حال کې د ننګرهار د يوه روغتون ډاکترانو د پېښې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللې دى.
د ننګرهار والي له دغه بريد وروسته په روغتون کې د ټپيانو پوښتنه وکړه او ويې ويل چې ددغه بريد عاملين به وپېژندل شي او مجازات به شي.
هغه وويل: ډار اچوونکي له افغان ځواکونو سره د مخامخې جګړې توان له لاسه ورکړى دى او د ملکي وګړو په وژلو لاس پورې کوي.
  ختم-ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته