سیاست

د افغانستان او هنګري د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ او مشورو تفاهم ليک لاسليک کړ

کابل باختر دتلې اتمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرينوچارو وزير صلاح الدين رباني او د هنګري جمهوريت د بهرنيو چارو وزير پيتر سجرتو وړمه ورځ د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلي د اويايمي غونډې په څنډه کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمنځ د سلامشورو او همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغه تفاهم ليک له مخې به د افغانستان او هنګري د بهرنيو چارو وزارتونه په بېلابېلو برخوکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو او همکاريو د پراختيا په لاره کې په دوامدار ډول سلامشورې او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته