ورزش

دکرکټ دملي ټيم غړي ٢٠ آوريزه لوبه کوي.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دهيواد کرکټ بورد په کابل کې دجمعې په ورځ دکرکټ دملي ټيم دغړو ترمنځ يوه ٢٠ اوريزه لوبه ترسره کوي.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن باختر آژانس ته وويل چې دغه لوبه به په کابل کې په رسمي ډول دکرکټ دنړيوال دګر دپرانيستلو پرمهال ترسره شي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : دکرکټ بورد نړيوال ډګر په کابل کې په معياري ډول دآلمان دسفارت په مالي مرسته جوړيږي چې دلسو زرو تنو ننداره کوونکو ظرفيت لري.
هوتک وويل : ټاکل شوې ده دغه ډګر ته په راتلوونکي کې د ١٥٠٠٠ تنو ننداره کوونکو په ظرفيت پراختيا ورکړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته