ټولنه

د افغانستان د اسلامي امارت د موسسو مرستیال په جوزجان کې د مرستندویوموسسو د همکاریوغوښتنه وکړه

کابل / د تلې / ۲۱ / باختر
په جوزجان کې د اسلامي امارت د موسسو مرستیال سره په افغانستان کې د ماشومانود ملاتړله مسوول سره د کتنې په وخت چې پرون ترسره شوې، د مرستندویوموسسو د همکاریوغوښتنه وکړه.
د باختراژانس د خبرله مخې، په جوزجان کې د اسلامي امارت د موسسو مرستیال مولوي عبدالقدیرمظلومیار په افغانستان کې د ماشومانود ملاتړله لوی مسوول کریستوفرنیمندي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې له اړو کورنیوسره د مرستندویو موسسو د مرستوغوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه ولایت کې د همکاریو د جلبولو، د چلندونو د لرې کولو او د اړتیاوو په اړوند خبرې اترې وکړې او اړو کورنیو ته د مرستې رسولو پرچټکتیا ټينګاروکړ.
ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا