سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس په هېواد کې د ناټو له عمومي قوماندان سره ولیدل

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٠مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې، په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال کمپل سره ولیدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کې د ناټو عمومي قوماندان په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د جګړه ییز ماموریت د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د پيل په اړه معلومات ورکړل.
ده د افغان ځواکونو وړتیا او مورال د ستاینې وړ وباله او ویې ویل چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې د ساتلو وړتیا لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ترهګرۍ پر خلاف د ناټو د پای ته رسېدلي ماموریت له امله مننه وکړه او ویې ویل چې ناټو په تېرو ۱۳ کلونوکې له افغانستان سره بې درېغه مرسته وکړه.
په دې لیدنه کې د هېواد په امنیتي وضعیت، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې په روانې جګړې او د افغان ځواکونو په راتلوونکې خبرې وشوې. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته