اقتصاد

سږکال په پکتیا کې شل مېلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې

ګردیز باختر د وږي ۱۷ مه
د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي  چې، روان کال په  دغه ولایت کې  څه د پاسه شل مېلیونه افغانۍ ولسي مرسته  راټوله  شوې او د بیا رغونې کارونه پرې ترسره شوي دي.
د دغه ولایت د پوهنې  رېیس کوچي  ځاځي باختر اژانس ته وویل چې،سږ کال مو په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا شل مېلیونه اووه سوه زره افغانۍ ولسې مرستې ترلاسه کړې.
هغه زیاتوي چې ترلاسه شوې مرسته د دغه ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د ښوونځیو په بیا  رغونه او د ښوونځيو لپاره توکو په  پېرودلو لګول شوې ده.
ځاځي دغه راز د ولس په زیاتې همکارۍ خوښي څرګنده کړه او روان تعلیمي کال يې د پکتیا لپاره د بریالیتوبونو کال یاد کړ.
د پوهنې مسوولین په داسې  حال کې د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي چې لا هم د هېواد په زیات شمېر سیمو کې ښوونځي شته  خو له  زده کوونکو سره یې د لوست لپاره کتابونه نشته او یا هم د ناامنۍ له امله یې  ښوونځي تړل شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته