امنیت

يو ښوونځى چې دطالبانو له خواسوځول شوى و بياجوړشو

کابل باختر د لړم  ديارلسمه :
په لوګرولايت کې دوسله والوطالبانو له خوايوسوځول شوى ښوونځى دسيمې دخلکوله خوابيا جوړشو.
دلوګرولايت دپوهنې رياست وياندشاهپورعرب دباخترآژانس خبريال ته وويل : په پل علم ښار پورې اړوند دبابوسو په سيمه کې دحاجي ګلون منځنى ښوونځى چې څه موده مخکې دناپيژاندوکسانو له خوا سوځول شوى واوپنځه درسي خونې اويوه اداري خونه يې ويجا ړې شوې وې دسيمې دخلکوله خوابياجوړاو زده کوونکو بيا په خپلوټولګيو کې په زده  کړې پيل وکړ.
عرب وايي: ددغه ښوونځي پنځه سوه تنوزده کوونکوپه همدې موده کې په پرانيستۍ فضاکې زده کړه کوله تردې  دهغوي کورنيودسيمې له نوروخلکوسره يوځاى دغه ښوونځى بياجوړکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته