خبرونهټولنه

غزني کې د دوو طبیعي پېښې له امله ۳ تنه وژل شوي

کابل، د غوايی ۲ مه، باختر

د غزني ولایت په جاغوري او اندړو ولسوالیو کې د دوو طبیعي پېښو له امله ۳ تنه وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د جاغوري ولسوالۍ په داود سیمه کې د یوه کور چت د غورځېدو له امله یوه ښځه وژل شوې ده

سرچینې زیاته کړې چې دویمه پېښه د اندړو ولسوالۍ په غونډۍ سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې ۲ ماشومان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته