فرهنګ

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

کابل/ د زمري ۲۲ مه / باختر

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي برخه کې د شکایتونو د ثبتولو لپاره ځانګړې پاڼه جوړه کړې او دغو شکایتونو ته د ښې رسېدنې په موخه یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمېسیون سره تفاهم لیک، هم لاسلیک کړ.

د یادې کمېټې د عدالت غوښتنې څانګې مسوول، صدیق الله توحیدي، د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یاد تفاهم لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل: د ګډ تفاهم لیک په لاسلیکېدو سره، د خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو د شکایتونو ثبتولو ځانګړې پاڼه عملاً کار پیلوي.

هغه زیاته کړه چې خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي کولای شي د هېواد له هرې سیمې څخه، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه خپل شکایتونه په یاده پاڼه کې ثبت کړي.

توحیدي هیله څرګنده کړه، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه کې د خبریالانو شکایتونو د ثبتولو د پاڼې په لار اچولو سره به، د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدنې بهیر ښه شي.

د توحیدي په خبره، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه ژمنه ده، چې له خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو څخه تر لاسه شوي شکایتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمېسیون سره شریک او د پایلو په اړه یې خبریالانو او خلکو ته خبر ورکړي.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، عین الدین بهادري، دې ته په اشارې سره، چې په یاد کمېسیون کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي برخه کې د شکایتونو ثبتولو لپاره یو ځانګړی وېب سایټ شتون لري او ټولو ادارو ته یې د لاسرسي زمینه اسانه کړې ده، زیاته کړه: د خبریالانو شکایتونو د ثبتولو په موخه، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ځانګړې پاڼې رامنځته کولو اقدام، کېدلای شي په دې برخه کې ډېر موثر واقع شي.

بهادري ټینګار وکړ، چې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې سره په همکارۍ، هڅه کېږي، چې په ښه توګه اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي زمینه برابره شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته