ښوونه او روزنه

دښوونځيو دشوراګانو ملي کنفرانس جوړ شو .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
په ټول هيواد کې د پوهنې د ښوونيزو  او  روزنيزو د ستونزو  د څيړنې  په   خاطر دښوونځيو د اداري شوراګانو دتجربو دتبادلې لومړنى  ملي کنفرانس نن دپوهنې وزارت د کيفيت د لوړولو دملي  پروګرام ( ايکويب )  له خوا په کابل کې جوړ شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   دغه کنفرانس چې دوه  ورځې   دوام کوي
دهيواد د ٣٤ ولايتونو دښونځيودشوراګانواستازو دخپلوستونزو او برياليتوبونو
دبيانولو په خاطر پکې ګډون کړى دى .
دپوهنې وزير فاروق وردک په دې کنفرانس کې دپوهنې دکيفي ودې په باب خبرې وکړې او ويې ويل :  دښونځيو دشوراګانو دجوړولو هدف دهيواد دپوهنې د نظام دکيفيت لوړوال او زياتوالى دى چې بنسټ يې په ١٣٨٣کال کې  کيښودل  شو . ددغه ملي پروګرام په جوړولو سره دپوهنې دکيفيت دلوړولو په لاره کې پراخ ګامونه اخستل شوي دي .
د وردک دڅرګندونو له مخې :  په  ټول هيواد کې د ښوونځيو ديارلس زره نهه سوه ديرش  شوراګانې   جوړې  شوې  دي او   دغه   شوراګانې  بريالي شوې  دي   ځينې ستونزې حل کړى  .
دغه راز دهيواد دپوهنې وزير څرګنده کړه  دايکويب دپروژې په لومړي  پراو کې څوارلس اعشاريه اوه مليونه امريکايي ډالره او ددغې پروژې په دويم پړاو کې څه دپاسه درې ويشت اعشاريه  څلور مليونه ډالره دښوونځيو د شورګانو له خوا لګول شوي دي .
وردک وويل  په لومړي پړاو کې ددغه پروګرام  هدفونه   د (   پاملرنې   او  د برک   )  دغير دولتي موسسو په مرسته دباميانو ، لوګر ، پروان او دکاپيسا په ولايتونو کې اجرا شول چې له څه  مودې  وروسته  د پوهنې وزارت دمشرتابه  هيت  د پريکړې له مخې وپتيل شوه چې دغه پروژه دې دپوهنې درياستونو له لارې په ټولو ولايتونو کې تطبيق شي .
په پاى کې دښوونځيو دشوراګانو استازي په  اولسو ګروپونو  وويشل شول او دتجربو په تبادله يې لاس پورې کړ او دغه راز دپوهنې دښوونيزو او روزنيزو پروګرام د ښه والي په خاطر خپل پيشنهادونه  او انتقادونه وړاندې کړي .
دوړاندې شويو نظريو او پشنهادو مجموعه دپوهنې وزارت د مشرتابه هيت له خوا څيړل کيږي او د تحقق په خاطر يې اقدام  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته