ټولنه

په فارياب کې د ښځو لومړنى سوداګریز مرکز جوړ شو

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د فارياب په مرکز میمنې ښار کې پرون د ښځو لومړنى سوداګریز او حرفه یي مرکز جوړ شو.
د باختر آژانس د سیمه یيز خبریال د خبر له مخې؛ دغه مرکز د میمنې ښاروالۍ د جمهوري ریاست په تشويقي لګښت په درېیو پوړونو کې جوړ کړی دی چې پکې ٦٨ دُکانونه، تجارتي دفترونه، رستورانټونه او د استوګنې کورونه شته.
د فاریاب سوداګرې ښځې چې په تجارت بوختې دي؛ د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې دغه کار د ښځو د خودکفايۍ سبب کېږي.
ویل کېږي په دغه سوداګریز مرکز کې اوس ٢٠٠ ښځو ته د سوداګرۍ او حرفې په برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته