سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابلباختر دغويي ٢٨ مـــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

په ډیرې خواشینـۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د قضاییه قوې یو پخوانی خدمتـګار قضـاوت پوه میرعزیز الحق ضعیفي د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

انا لله وانا اليه را جعو ن

ارواښاد قاضي میرعزیزالحق ضعیفي د هېواد په مرکز او ولایاتوکې د قاضي او د محاکمو د رئیس په توګه دندې ترسره کړي او پنځوس کاله یې د قضا چارې په امانت دارۍ سرته و رسولې. د ده مړینه یوه ضایعه ده.

د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د هېواد قضاییه قوې او د هرات ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته