امنیت

اته طالبان په زابل کې ووژل شول

 کابل / د غويي ٧ مه / باختر
اته وسله وال طالبان په زابل کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې په شهر صفا او شاه جوى ولسواليوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي چې په جګړو کې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نور يې ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د٦ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته