ورزش

د کابل نجونو د کانګفو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر د کابل نجونو د کانګفو لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ پرون پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول عارف پیمان رسنيو ته وویل: دغه سیالۍ د بلخ، غزني او کابل د ۴۰ ورزشګارو نجونو ترمنځ په کابل کې ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره لوبغاړي د کابل د منتخبې لوبډلې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره په ۸ کټه ګوریو کې د دوو ورځو لپاره سیالي کوي.
د معلوماتو پربنسټ له دغو لوبغاړو به د کابل منتخې لوبډلې ته ۱۶کسان انتخاب شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته