امنیت

څلورتنه وسله وال مخالفين په دايکندي کې ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ ٨ :
په دايکندي ولايت کې تيره شپه له امنيتي ځواکونوسره د نښتې په  بهيرکې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د دايکندي ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي آمر باخترآژانس ته وويل: د دايکندي ولايت دګيزاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له پوليسو سره د نښتې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې چې له تيرې شپې څخه پيل او ترنن غرمې پورې دوام درلود؛ يو امنيتي مامورهم ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته