سیاست

د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمد خان له هغې کورنۍ سره د غمشریکۍ لیدنه وکړه چې د هېواد په دفاع کې يې درې غړي په شهادت رسیدلي وو.

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٦ : 
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال چې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال اکرام الدین یاور يې ملتیا کوله نن له هغې کورنۍ سره وکتل چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې يې خپل درې تنه د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې درې تنه وروڼه (جاوید، امان او ظاهر) چې د ملي پولیسو په چوکاټ کې یې دنده ترسره کوله په یو ځایي توګه په شهادت ورسیدل.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال امنیتي ځواکونه د هېواد ساتنې اتلان وبلل او زیاته يې کړه چې په سنګر کې د دوی هره شيبه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قول سره سم د دنیا او په دنیا کې د موجوده څېزونو غوره ده.
لومړي مرستيال امنیتي ځواکونه د ملي یووالي سمبول وبلل او ویې ویل چې د یادې کورنۍ په څېر ټول افغانان دې ته چمتو دي چې د خاورې او هېواد ساتنې په موخه د کورنۍ څو غړي  قربان کړي او زموږ همدا قرباني دښمن ته د دې پېغام ورکوي چې په هر ډول حالاتو کې به دا ولس له خپل هېواده دفاع کوي.
د شهیدانو ورور فرهاد خان چې اوس مهال د ملي دفاع وزارت په ځانګړو ځواکونو کې دنده تر سره کوي د خپلو وروڼو هېوادنۍ مینه وستایله او زیاته يې کړه چې تر وروستۍ سلګۍ به له خپلې خاورې او هېوادڅخه دفاع کوي.
د یادې ځوریدلې کورنۍ غړو او د شهیدانو مور له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت باید دوی او دوی ته ورته د هېواد د نورو شهیدانو کورنیو ته پاملرنه وکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال له یادې کورنۍ سره د یو اندازه شخصي مرستې سربیره  د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او د شهیدانو چارو رئیس ته دنده وسپارله چې د یادې کورنۍ ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې کوټلي ګامونه اوچت کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته