خبرونهنړۍ

د اوکراین ولسمشر: چمتو یم چې له پوتین سره د کریمیا او دونباس پر وضعیت خبرې وکړم

 بهرنۍ رسنۍ/ د کب ۲ مه / باختر

د اوکراین ولسمشر ویلي چې چمتو دی له پوتین سره د کریمیا د ټاپووزمې او دونباس سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د ۲۴ فرانس په حواله؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې په اړه هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی.

ولادیمیر زلنسکي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د سولې د مستقیمو خبرو وړاندیز د سې شنبې تر ورځې پورې وغځاوه  او ویې ویل چې د روسیې له خوا د اشغال شوي کریمیا وضعیت او په دونباس کې د دوو مسکو پلوو جمهوریتونو په اړه ښایي په یوه ټولپوښتنه کې خبرې وشي.

زلنسکي سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې هغه چمتو دی چې له پوتین سره په هره بڼه وګوري چې د نږدې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي چې د اوکراین څو ښارونه یې ویجاړ کړي دي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته