ټولنه

په هرات کې څه د پاسه پنځه سوه خوراکي انډى په بېوزلوکورنيو وويشل شول

هرات باختر د چنګاښ ديارلسمه :
څه د پاسه پنځه سوه خوراکي انډى پرون د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې په بې وزلوکورنيو وويشل شول .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو مرستوکې اوړه، وريجې، قند، بوره، بسکويت او حبوبات شامل وو چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ايټالوي ځواکونو له خوا د ګذرې د ولسوال او د ملکي او پوځي مشرتابه هيئت په شتون په په مستحقوکسانو وويشلې شوې.
د٦٠٦ انصار ساحوي زون قوماندانۍ د استخباراتو  مدير سمونمل محمد نعيم غيور او د ګذرې ولسوال شير آقا سروري  د غوڅ ملاتړ د ځواکونو له دغه اقدام څخه په کلکه ملاتړ او قدرداني وکړه او د دغې لړۍ غوښتوونکي شول .
د غوڅ ملاتړ قوماندان هم د خيريه مرستو او د ګذرې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د بيا جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل: موږ د ټولنې د جوړولو لپاره پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې لرو چې دغه پروګرام د خوراکي توکو په ويشلو سره پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته