ټولنه

د بادغيس والي د مرستندويو موسسو له استازو سره وکتل

کابل /د ليندې ٩مه/باختر
د بادغيس والي مولوي عبدالصمد جاويد پرون په دغه ولايت کې د مرستندويوموسسو له استازو سره وکتل.
د بادغيس د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي بازمحمد سروري د باختراژانس خبريال ته وويل: په دې غونډه کې چې د والي مرستيال، په بادغيس کې د اسلامي امارت د موسسو د برخې مسوول ، د دولتي بنسټونو يوشمېر رييسانو،د يونيسف ، ورلدويژن ،ډبيلو اف پي او د ان اس ار د دفتر د استازو په ګډون جوړه شوه د بادغيس والي مولوي عبدالصمد جاويد د دغه ولايت په ولسواليو کليواوبانډو کې د اقتصادي اود خوراکي توکود کمښت د ستونزې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د بادغيس خلک له جدي ستونزې سره مخ دي اوبايد مرستندويه موسسې د بادغيس له بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي.
د اوچا د دفتر استازى الهادي د بادغيس له خلکو سره د مرستتندويو موسسو د بشر دوستانه مرستو په اړه وويل: له اسلامي امارت څخه غواړو چې د موسسود امنيت په تامينولوکې مرسته اوهمکاري وکړي.او د سروې په وخت کې بېوزلي اومستحقې کورنى معرفي کړي.
هغه زياته کړه مرستندوي موسسې چمتو دي چې د افغانستان له خلکو په تېره بيا د بادغيس له خلکو سره مرسته وکړي .
د بادغيس والي مولوي عبدالصمدجاويد د مرستندويوموسسو استازوته ډاډ ورکړ چې د دغوموسسواستازي کولاى شي د دغه ولايت ګوټ ګوټ ته په ارامى سره سفروکړي اواسلامي امارت په هرحالت کې له هغوى سره همکاري کوي.
ج-ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا