اقتصاد

د باميانو د برېښنا رسولو د دريو مهمو پروژو د قرارداد لاسليک کول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
د برېښنا شرکت داتياميليونه امريکايي ډالرو په لګښت دباميانو ولايت د برېښنارسونې د دريو پروژو تړ ونونه له دريو شرکتونوسره لاسليک کړل.
د باختراژانس د خبر له مخې:
دغه قرادادونه د افغانستان د اسلامي  جمهوريت  د جمهور ريېس  محمداشرف غني په  حضور کې  لاسليک شو.
په دغو قراردادونو کې  د باميانو تر ښارپورې د دوشي  د  ٣٠٠ ميګاواټو  دمزو  تمديدول ، د ٣٢ميگاواټوو په ظرفيت دباميانوولايت په اژدر  دښته کې د سب استيشن جوړول او د باميانو ښار  د برېښنا رسونې د شبکې جوړول شامل دي.
د افغانستان  د بريېښنا شرکت اجرايېوي ريېس انجينر امان الله غالب  دغه قراردادونه  د هندي  او چينايي شرکتونوله استازو سره  لاسليک کړل.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته