امنیت

د هېواد په ختيځ کې ٥ کان کېندونکي ونيول

جلال آباد د وري ٦ مه باختر
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د قيمتي ډبرو د کان کېندلو په تړاو ٥ کسان ونيول شول.
د ګوشتې ولسوال عبدالبصیر ګلاب د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان یې د یادې ولسوالۍ په راغه سیمه کې د عملیاتو پرمهال ونیول.
ګوشته د ننګرهار په ختیځ کې پرته ولسوالي ده چې له پاکستان سره پوله لري او د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره ډېر ځله ترې کانونه په غیر قانوني ډول پاکستان ته قاچاق کېږي .
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته