کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر
يوه ښځه پرون په بادغيس کې د ماين په چاودنه کې ووژل شوه او پنحه ماشومان ټپيان شول.
د بادغيس د پوليسو وياند تحصيل حيدري باختر آژانس ته وويل: دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى موټر د بادغيس د مقر ولسوالۍ په قال زردک کلي کې واټ ته څېرمه په ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې په پايله کې يې يوه ښځه ووژل شوه او د دغې ښځې د درېيو ماشومانو په ګډون ٥ ماشومان ټپيان شول.
ختم- ج – اکرم