نړۍ

امريکا په ترکيه کې شپيته اټومي بمونه لري

دروسيې يوې انترنتي اډې اعلام وکړ چې امريکا دترکيې په  ( اينجيرليک) پو‌ځي اډه کې  شپيته  بي _ ٦١  ډوله اټومي بمونه لري .

داګنوم  انترنتي اډې پرون  وليکل  دغه بمونه بايد په ٢٠١٧ ميلادي کال کې خپل ځاى  بي _ ٦١ ډير پرمختللي بمونو ته خوشي کړي او شمير به يې پنځوسو ته راښکته کړي شي .

بي _ ٦١  بمونه زياتره دامريکا اوناتو په پوځي ستراتيژيکو الوتکو کې داستفادي وړ دي.

دامريکاپوځي الوتکي  بي _ ٦٨  ډوله له ستراتيژيک بم غورځوونکي او نور ډول  ډول بم غورځوونکي ليږدوي.

انترنتي اډه ليکي  ددي واقعيت  په پاملرنې سره چې ترکيي د اينجيرليک په پوځي اډه کې  دامريکا دستراتيژيکو الوتکو دساتنې اجازه نه ده  ورکړي له دې امريکا بايد  داټومي کوپړي دکارولو مخکې دترکيې اجازه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته