امنیت

لس تنه ډاراچوونکي په لغمان کې ووژل شول.

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :           
لس تنه ډاراچوونکي په لغمان  ولايت  کې  دپوځي عملياتو په بهيرکې   ووژل شول.                                        
په دغو ډاراچوونکو نن سهار په الينګارولسوالۍ کې  ددوى په مرکزونو بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ  کې   دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې لس   تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
ويل کيږي په  د غو عملياتو کې دوسله والوطالبانو  دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه شوې ده  چې له هغه څخه په لسګونو  جنګي وسايل اوپه سلګونو کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .        پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته