نړۍ

دچين په يوه جومات کې څوارلس تنه ووژل شول

بيجينګ باختر دمرغومي شپاړلسمه :
دچين دولتي رسنيو خبرورکړچې ددغه هيواد دشمال لويديځ  په يوجومات کې دګڼې ګوڼې له امله څوارلس تنه ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دغه پيښه پرون مازيګرهغه وخت رامنځته شوه چې خلک د يومذهبي دود په مناسبت په دې جومات کې راټول شوي وو چې دوديز خواړه په خلکو وويشي.
دپيښې له ساحې څخه ټلويزيوني تصويرونو دقربانيانو جامې او بوټان وښودل چې ټوټه ټوټه پرځمکه پراته و.
د چين خبري آژانس سينهوا وويل چې د پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ددغې پيښې د څلورو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دغه پيښه په هغه سيمه کې رامنځته شوې ده چې د( اوي ) اقليت د استوګنې ځاى دى او زياتره وګړي يې مسلمانان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته