سیاست

آلمان له پاکستان څخه وغوښتل چې له افغانستان سره ارتباطي کانالونه پرانستي وساتي

اسلام آباد دويچه ويله  باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين ماير افغانستان ته له يو ورځني سفر وروسته وړمه ورځ پاکستان ته ورسيد.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې خپل ارتباطي کانالونه پرانستي وساتي.
ده دغه راز  په دغه هېوادکې د اعدام د سزا د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
شټاين ماير اسلام آباد ته د خپل سفر په بهيرکې اعدام غير انساني مجازات وبلل او زياته يې کړه چې دغه شان مجازات د جرمونو د مخنيوي لپاره اغيزمن نه دي .
پاکستان دتېرکال د مرغومي په مياشت کې په پيښورکې د دغه هېواد د اردو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي د تروريستي بريد له پيښې وروسته چې ١٤٠ تنه پکې ووژل شول؛ د اعدام مجازات له سره پيل کړل. له هغه وخت څخه تر اوسه پورې  د اعدام ٢٠٠ حکمونه عملي شوي دي.
ده دغه راز خبر دارى ورکړ چې بايد له افغانستان سره ارتباطي کانالونه پرانستي وساتل شي .
شټاين ماير دغه راز وويل : د دواړو ګاونډيو هېوادونو افغانستان
او پاکستانترمنځ اړيکې په افغانستان کې د وروستيو بريدونوله امله له ستونزو سره مخامخې شوې دي.
افغانستان په اسلام آباد له جګړه مارو طالبانو سره د ملاتړ تور لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته