سیاست

انجنیر محمد خان: د خصوصي سکټور غښتلتیا د دولت له مهمو دندو ګڼل کیږي

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨
د افغان پوهنتون د رهبرۍ هیئت د اجرائیه ریاست له لومړي مرسيتیال انجنیر محمد خان سره په هېواد کې د زده کړو په بهیر خبرې وکړې.
د افغان پوهنتون رئیس مبشر ساپي په هېواد کې د زده کړو بهیر د ډاډ وړ وباله او زیاته يې کړه چې اوسمهال د دولتي پوهنتونونو سربیره ګڼ شمېر خصوصي پوهنتونونه فعالت کوي چې په هېواد کې يې ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي ساپي دغه راز وویل چې افغان پوهنتون په ۱۳۹۱ لمریز کال کې په فعالیت پیل وکړ او تر اوسه يې ګڼ شمېر ځوانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړې ده.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د افغان پوهنتون له رهبري هیئت څخه مننه وکړه چې د زده کړو په برخه کې يې په پانګونې سره ګڼ شمېر هغو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې چې په دولتي پوهنتونونوکې له زده کړو پاته شوي و.
لومړي مرستيال د زده کړو پر وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره وویل، که څه هم څومره چې ښايي د زده کړو په برخه کې کار نه دی شوی، خو وروستي څو کلونه بیا هم د د زده کړو لپاره ګټور و.
لومړي مرستيال په ټولو برخو په ځانګړې توګه په زده کړوکې د خصوصي سکټور کارونه وستایل او ویې ویل چې دولت به تل هڅه وکړي چې په هره برخه کې د خصوصي سکټور لاس نیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته