کابل باختر د ثور دريمه :
دملي اردو دوه تنه سرتيري په غو رولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دغه چاودنه نن دغور ولايت دمرکز فيروزکوه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملي اردو دځواکونو ګزمه له ساحې څخه تيريده .
دغور ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دملي اردو دوه تنه سرتيري ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ